د سوډان وسله وال پوځ د اوربند له اوږدېدو سره موافقه وکړه
CMG2023/05/01 10:21:15
شريکول:

د سوډان وسله وال پوځ پر ځايي وخت د اپرېل د ۳۰مې نېټې په شپه د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، دوی به د اوربند د ټاکلي مودې له پای ته رسېدو څخه  ۲۷ ساعته نور هم اوربند تمديد کړي.

دغه پوځ په خپله اعلاميه کې له چټک ملاتړ ځواکونو څخه غوښتنه کړې چې د اوربند تړون دې پلی کړي.

له دې نه مخکې، د سوډان چټک ملاتړ ځواکونو هم اعلان کړی و چې اوربند به د مې له لومړۍ نېټې څخه ۷۲ ساعته نور هم اوږد کړي.