ملګري ملتونه سوډان ته د بشري وضعيت د څېړلو په موخه يو پلاوی استوي
CMG2023/05/01 11:07:41
شريکول:

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوترېس د اپرېل په ۳۰مه نېټه د خپل وياند له لارې د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، په سوډان کې د بشري وضعيت چټک خرابېدو ته په پام سره به دغه هېواد ته په بشري چارو کې د دغه سازمان د سرمنشي مرستيال او د بېړنيو مرستو همغږی کوونکی مارټين ګريفيتس په مشرۍ يو پلاوی واستوي.

په اعلامیه کې يو ځل بيا د سوډان د شخړې له ښکېلو خواوو څخه غوښتل شوي چې د عامو خلکو او ملکي بنسټيزو تاسيساتو خونديتوب وساتي، د جګړې له سيمو څخه د عامو خلکو وتلو ته اجازه ورکړي ، د بشر دوستۍ برخې کارکوونکو او طبي کارکوونکو ته درناوی وکړي، د مرستندويه اقداماتو لپاره زمينه برابره کړي او د ټرانسپورټي وسايلو او تاسيساتو له ورانولو څخه ډډه وکړي.