د سوريې دولتي اژانس د اپرېل په ۳۰مه نېټه خبر ورکړ، چې د امريکا ځواکونو د عراق له شمال څخه د يوه ناقانوني سرحدي پولې له لارې په سوريه کې خپلې ناقانوني پوځي اډې ته وسلې، تجهيزات او لوژیستیکي مواد ولېږدول.
يوې ځايي سرچينې ويلي، د مالونو په لېږدوونکي کاروان کې ۴۰ لارۍ او د امريکايي ځواکونو زغره وال موټر شامل وو.