د اپرېل ۲۹مه نېټه په چين کې د کارګرو د نړيوالې ورځې د ۵ ورځنۍ رخصتۍ لومړۍ ورځ وه، ډېرو چينايانو په همدې ورځ سفرونه پيل کړي او د دغه هېواد مصرفي بازار ډېر ګرم ښودل شوی دی.
د چين د سوداګرۍ وزارت د شمېرنې له مخې، د دغه هېواد د پرچون خرڅلاو او رسټورانټونو لويو تصديو عايدات د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۱ اعشاريه ۴ سلنه زياتوالی ښيي.
د لومړنۍ شمېرنې له مخې، د اپرېل په ۳۰مه نېټه په دغه هېواد کې ملکي پروازونو يو ميليون او ۸۱۰ زره مسافر او اورګاډيو ۱۸ ميليونه مسافر ليږدولي دي.
د چين د دولتي شورا د پرمختګ څېړنيز مرکز څېړونکې چن لي فن وويل، په روانې رخصتۍ کې د چين بازار ګرم شوی او دا د دغه هېواد انعطاف منونکی اقتصادي ځواک انعکاسوي.