د امریکا رسنیو په وروستیو کې خبر ورکړ چې د دغه هېواد حکومت د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتریس او د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو د مشرانو او د ملګرو ملتونو د لوړ پوړو چارواکو ترمنځ ټيليفوني خبرې څارلې. د زيمبابوې د پارلمان غړي سوپا مندیونډسلا په مرکه کې وويل، د امريکا دغه اقدام د منلو وړ نه دی او بايد وغندل شي.
سوپا مندیونډسلا وویل: زه فکر کوم چې اوس حقیقت دا دی چې د نړۍ نور هېوادونه باید د امریکا په اړه ډیر احتیاط وکړي. ځکه چې امریکا یوازې خپلې ګټې لټوي، همدا لامل دی چې امریکا په استخباراتي ادارو کې پانګونه زیاته کړې او د ملګرو ملتونو د سرمنشي په څارنه کې یې لاس درلود. د امریکا دغه عمل باید په نړیواله کچه وغندل شي.