د مۍ په لومړۍ نېټه په چين کې مصرفي بازار ډېر تود و
CMG2023/05/02 11:03:41
شريکول:

د چين د سوداګرۍ وزارت د خبر له مخې، د مۍ په لومړۍ نېټه يعنې د کارګرانو نړیوالې ورځې د رخصتۍ په ورځ، د دغه هېواد مصرفي بازار ډېر تود و. د لوازمو عرضه کافي وه او بيه يې ثابته وه. د سوداګرۍ وزارت د شمېرنې له مخې، په ټول هېواد کې د پرچون خرڅلاو او رسټورانټونو د لويو تصديو عايدات د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۵.۶ سلنه زياتوالی ښيي.

د موادو د مصرف تمايل مخ په ښه کېدو روان دی. د مۍ په لومړۍ نېټې، د موټر، جامو، د ښکلا او سينګار سامانونو او ګاڼو د خرڅلاو عايدات په جلا جلا توګه ۲۵.۱ سلنه، ۲۴ سلنه، ۱۹.۹ سلنه او ۹.۶ سلنه زياتوالی ښيي. د رسټورانټونو د لويو تصدیو عايدات ۶۱.۷ سلنه زياتوالی ښيي.