د زيمبابوې د پارلمان غړی: امريکا اوکراين ته په نامعلومو موخو د وسلو استولو ته دوام ورکوي
CMG2023/05/02 14:59:04
شريکول:

د زيمبابوې د پارلمان غړي سوپا مانډيوانزيرا د چين مډيا ګروپ خبريال ته وويل، چې د امريکا په مشرۍ لويديځو هېوادونو په پر له پسي ډول اوکراين ته وسلې ليږلي، نظامي روزنې او استخبارات يې برابر کړي او د روسیې او اوکراين ترمنځ بل شوي اور يې تيل ور شیندلي دي، خو چين تل پر سوله ټينګار کړی دی.

نوموړي وويل: زما په اند د روسیې او اوکراين تر منځ په جګړه کې د امريکا او ملګرو هېوادونو رول يې څرګند دی، داسې چې اوکراين ته يې وسلې او نظامي تجهيزات برابر کړي او غواړي چې جګړه دوام ولري. نړۍ بايد د سولې فرصت ونيسي. خو امريکا او ناټو هېڅکله سولې ته پاملرنه نه کوي او په پر له پسې ډول جګړه سختوي. د دوی پر نيت شک دی. په دې وروستيو ورځو کې ځينې اروپايي هېوادونه دا نظر لري، چې د روسیې او اوکراين تر منځ له شخړو څخه هيڅ ګټې نشي تر لاسه کولی، خو اقتصاد يې له ستونزو سره مخ شو.

هغه زياته کړه، چې چين هڅه کوي، د خبرو اترو له لارې شخړې حل کړي. دغه لاره  ښه ده او موږ بايد د چين مهم رول وپيژنو او هره خوا چې غواړي سوله او پرمختګ رامنځته کړي، بايد د چين له کارونو څخه ملاتړ وکړي.