ترکيې اعلان کړی چې د سوريې په شمال کې يې د داعش مشر وژلی
CMG2023/05/02 10:54:26
شريکول:

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د اپرېل د ۳۰مې نېټې په شپه کې اعلان وکړ، چې د دغه هېواد د استخباراتو دولتي ادارې د همدې مياشتې په ۲۹مه نېټه د سوريې په شمال کې د داعش مشر ابو حسين قريشي وژلی دی.

اردوغان وويل، د ترکيې د استخباراتو دولتي ادارې له اوږدې مودې راهيسې ابو حسين قريشي څارلی دی. د خبر له مخې، ابو حسين قريشي د اپرېل د ۲۹مې نېټې په شپه د سوريې د شمال د جانډيليس په علاقه دارۍ کې ووژل شو.