په سعودي عربستان کې د ایران د سفارت او قونسلګرۍ کارونه پيل شوي
CMG2023/05/02 10:55:49
شريکول:

د ايران د بهرنيو چارووزارت وياند ناصر کنعاني د مې په لومړۍ نېټه ويلي، چې د سعودي عربستان په رياض او جده کې د ايران درېيو ډيپلوماتيکو ادارو کارونه بيا کړي دي. هغه وويل، چې دا له څو کالو ځنډ وروسته په سعودي عربستان کې د ايران د ډيپلوماتيکو ادارو د کارونو د پیلیدو لومړی پړاو دی او هېله ده چې دغه ادارې په ټاکلي موده کې خپل ټول کارونه پيل کړي.

سعودي عربستان او ايران په ۲۰۱۶م کال کې خپلې سياسي اړيکې پرې کړې او د چين په منځګړيتوب يې ډيپلوماتيکې اړيکې بېرته جوړې شوې دي.