چين ګانګ د ميانمار مسئلې په هکله د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې سره وکتل
CMG2023/05/02 11:05:09
شريکول:

د چين د دولتي شورا غړي او بهرنيو چارو وزير چين ګانګ د مې په لومړۍ نېټه په بېجينګ کې د ميانمار مسئلې په هکله د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې نويلين هيځير سره وکتل.

چين ګانګ وويل، ميانمار د چين ګاونډی هېواد دی او چين هېله لري چې په ميانمار کې ثابت پرمختګ رامنځته شي. د ميانمار مسئلې تر شا پچيلي کورني او بهرني عوامل شتون لري. نړيواله ټولنه بايد د ميانمار د ملي حاکميت درناوی وکړي او د ميانمار د اساسي قانون او نورو نافذو قوانينو په چوکاټ کې د دغه هېواد د بېلا بېلو خواوو تر منځ د سياسي خبرو اترو پلوی وکړي. چين ګانګ هېله لري، چې استازې نويلين هيځير عادلانه او عيني دريځ ونيسي او د پل رول ولوبوي. چين به د ميانمار مسئلې حلولو لپاره د استازې نويلين هيځير د منځګړيتوب له هڅو سره مرسته وکړي.

ميرمن هيځير وويل، چې د ميانمار مسئلې حلول بايد د دغه هېواد په مشرۍ تر سره شي او د دغه هېواد د خلکو د نظريې درناوی دې وشي. ملګري ملتونه په ميانمار کې د سولې او خونديتوب لپاره له خبرو اترو څخه ملاتړ کوي او په دې چارو کې د ختيځ اسيان د فعال رول پلوی کوي. ملګري ملتونه د ميانمار مسئلې حلولو لپاره د چين مهم رول ستاينه کوي او هېله لري، چې چين په دوامداره توګه د ميانمار د سولې، ثبات او پرمختګ لپاره رغنده خدمتونه وکړي.