چين ګانګ د مغولستان له بهرنيو چارو وزيرې باټسيټسيګ سره خبرې اترې وکړې
CMG2023/05/02 10:53:20
شريکول:

د چين د دولتي شورا غړي او بهرنيو چارو وزير چين ګانګ د مې په لومړۍ نېټه په بېجينګ کې د مغولستان له بهرنيو چارو وزيرې باټسيټسيګ باټمونخ سره خبرې اترې وکړې.

چين ګانګ وويل، چين غواړي له مغولستان سره يو ځای د دواړو هېوادونو د مشرانو ګډې موافقې عملي کړي، د دواړو خواوو په مرکزي ګټو او مهمو پاملرنې وړ مسئلو کې متقابل ملاتړ وکړي، سياسي باور او ولسونو ترمنځ دوستي ټينګه کړي، د يو بل د پرمختګ ستراتيژي سره وصل کړي، د يو کمربند او يوې لارې پروژه په ګډه اباده کړي، د کانونو او د تګ راتګ په شمول نورو ساحو کې همکارۍ پياوړې کړي، په سوله کې ګډ ژوند وکړي، يو له بل سره مرسته وکړي او د همکاريو په وسيله د ګډو ګټو پر بنسټ د ګډ برخليک ټولنه جوړه کړي.

وزيرې باټسيټسيګ باټمونخ وويل، مغولستان تل د يو چين پر اصولو ټينګار کوي او تايوان، هانکانګ او شيځانګ مسئلې د چين کورنې چارې ګڼي. دغه هېواد غواړي چې له چين سره په سيمه کې د اړيکې نمونه جوړه کړي.

دواړو خواوو له دې سره موافقه کړی، چې د شګو د طوفان د مخنيوي په چارو کې همکارۍ وکړي او  دواملرونکی پرمختګ وهڅوي.