د افغانستان مسئلې په هکله د م م نړيواله غونډه په دوحه کې پيل شوه
CMG2023/05/02 12:07:24
شريکول:

د مې په لومړۍ نيټه د ملګرو ملتونو په کوربه توب د افغانستان مسئلې په هکله نړيواله غونډه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د بندو دروازو تر شا پيل شوه چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوتريش يې مشري وکړه او د مې تر دوهمې نيټې پورې به دوام ولري. د افغانستان مسئلې په تړاو د څو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو ځانګړو استازو په دې غونډه کې ګډون وکړ.

له دې مخکې ملګرو ملتونو په يوه اعلامیه کې ويلي و چې د يادې غونډې ګډونوال به په افغانستان کې د ټولشموله حکومت رامنځته کېدو، له ترهګرۍ او نشه يي توکو سره د مبارزې او د ښځو او ماشومانو د حقونو ساتنې په شمول د افغانانو د بنسټيزو حقونو په باب بحث وکړي او د دې هېواد د دايمي سولې او پرمختګ د رامنځته کېدو لپاره به عملي کېدونکې لاره پيدا کړي او په ورته وخت کې د نړيوالې ټولنې او افغان سرپرست حکومت ترمنځ د تماس نيولو په باب ګډو نظريو ته ورسيږي. خو ملګرو ملتونو ويلي چې دغه غونډه د افغانستان د سرپرست حکومت استازو ته بلنه نه ده ورکړې.