د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د مۍ په دوهمه نېټه ميانمار او هند ته د وزير چين ګانګ د سفر په اړه د خبريال پوښتنو ته ځواب ورکړ.
ماو نينګ وويل، چې له ميانمار څخه د چين د بهرنيو چارو وزير چين ګانګ د ليدنې موخه د ۲۰۲۰م کال په جنورۍ کې له دغه هېواد څخه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ليدنې د لاسته راوړنې د تطبيق په پار د اقتصاد او د خلکو د ژوند په اړه د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ پياوړتيا ده.
ماو نينګ وويل، د شانګهای همکارۍ سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو غونډه به د مۍ له ۴مې نېټې څخه تر ۵مې نېټې پورې د هند د ګوا ايالت په مرکز پاناجي ښار کې تر سره شي. وزير چين ګانګ به په دغه غونډه کې له ګډونوالو سره د نړيوالو او سيمه ييزو حالاتو او د شانګهای همکارۍ سازمان د همکاريو په اړه د نظريو تبادلې وکړي.