((د دوستۍ کړکۍ)) په نوم کتاب په اړه کابل کې ناسته وشوه
CMG2023/05/02 15:42:38
شريکول:

کابل کې د اکسوس ګروپ په کوربه توب د اپرېل په ۳۰مه نېټه ((د دوستۍ کړکۍ)) په نوم کتاب د چاپېدو په اړه ناسته وشوه.

د افغانستان د بهرنيو چارو، پوهنې، کرنې او اوبو لګولو او انرژۍ وزارتونو ځېنو چارواکو، ليکوالانو، د پوهنتونونو استادانو او محصلينو په دغه ناسته کې ګډون کړی و. د دغې ناستې ګډون کوونکو د چين او افغانستان ترمنځ د دوستۍ او تګ راتګ، د چيني شکله عصري کېدو او د افغانستان د پرمختګ په اړه خپل نظرونه بیان کړل.

 ((د دوستۍ کړکۍ)) په نوم کتاب د چين ميډيا ګروپ د پښتو څانګې خبريالې غوټۍ او افغان ليکوال صفي الله ناصري له خوا ليکل شوی. په دې کتاب کې د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ، په نوې زمانه کې د چين او افغانستان ترمنځ د راکړو ورکړو په اړه معلومات او د اقتصاد، کلتور، د کليوالي سیمو د سمسورتيا او د ايکولوژۍ د ساتنې په برخو کې د چين لاسته راوړنې معرفي شوې او يو داسې چين يې معرفي کړی، چې د ورخصلاون او ټولشموليت په بڼه او د چټک پرمختګ په حال کې دی.

د دغه کتاب ليکوال صفي الله ناصري په دغه ناسته کې وويل، د افغانستان او چين د خلکو ترمنځ د متقابل تفاهم پیاوړتيا د دغې ناستې موخه ده. ((د دوستۍ کړکۍ)) کتاب به افغان لوستونکو ته د چين د پېژندنې يوه کړکۍ پرانيزي. افغان لوستونکي د دغه کتاب له لارې د چين د بېلا بېلو برخو د پرمختګ په اړه معلومات تر لاسه کولی او ګټې ورڅخه اخیستلای شي.

د اکسوس کتاب پلورنځي په همدې ورځ((د دوستۍ کړکۍ)) څه باندې ۲۰۰۰ ټوکه کتابونه خلکو ته په وړیا توګه ورکړل څو د چين او افغانستان ترمنځ کلتوري تبادله پياوړې شي او لا زيات افغانان د دغه کتاب له لارې چين وپېژني.