د چين د بهرنیو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د مۍ په ۲مه نېټه ويلي، د بهرنيو چارو وزير چين ګانګ به د مۍ له ۲مې نېټې څخه تر ۵مې نېټې پورې له ميانمار څخه ليدنه وکړي او ورپسې به د شانګهای همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزيرانو غونډه کې د ګډون لپاره هند ته ولاړ شي.