د عربي متحده اماراتو د سیلانيزو چارو شخصیتونه د رخصتۍ په موده کې د چين د اقتصادي سمسورتيا مثبت بللی
CMG2023/05/02 14:23:45
شريکول:

د روان کال د کارګرو د نړيوالې ورځې د نمانځنې رخصتي په چين کې د کرونا وبا د مخنيوي لپاره د تدبیرونو تر تنظيمېدو وروسته لومړۍ نسبتأ اوږده رخصتي ده. نه يوازې کورني بازار تود ښکاري، بلکې ډېرو چينايانو بهرنيو هېوادونو ته سفرونه کړي دي. د عربي متحده اماراتو د سيلانۍ چارو شخصيتونو ویلي، د کارګرو د نړيوالې ورځې په مناسبت د رخصتۍ په موده کې به نورو هېوادونو ته د چينايانو د سفرونو اړتياوې زياتې شي چې له دې امله به د دې هېواد په ډېرو برخو کې سلانيز مصروفيت په هر اړخيزه توګه اعاده شي.

سيلانيزې چارې د عربي متحده اماراتو مهمې چارې ګڼل کيږي. ثابت سیاسي وضعيت، خوندي ټولنيز حالت او بشپړ بنسټيزو تأسيساتو د دې هېواد د سیلانيزو چارو د پرمختګ لپاره ښه بنسټ ايښودلی دی. له کرونا وبا مخکې د چين او عربي متحده اماراتو ترمنځ د متقابل سیاسي باور او د ملکي دوستۍ د ټينګېدو او د سوداګريز تګ راتګ د زياتوالي له امله دغه هېواد د چيني اتباعو تر ټولو ډېر د خوښې وړ عربي هېواد دی او د چينايانو د سفر په هدفونو کې يې هم مخکښ ځای نيولی دی. يوه شمېرنه ښيي چې په ۲۰۱۹ کال کې ۱،۷۵ مليونو چيني سيلانيانو دغه هېواد ته سفرونه کړي وو.

د عربي متحده اماراتو چارواکي او سيلانيزو چارو شخصيتونه په دې نظر دي چې د کرونا وبا د مخنیوي لپاره د چيني تدبيرونو تر تنظيمېدو وروسته د چين اقتصاد بیا سمسور شوی او د چيني سيلانيانو بېرته راتګ د دوبی او د دغه هېواد د سيلانۍ د بيا سمسورتيا او پرمختګ د پرمخبيولو لپاره مهم رول لوبوي. هغه دې ته په تمه دي چې د چيني بازار د بيا سمسورتيا له کبله به د عربي متحده اماراتو اقتصاد هم په پرله پسې توګه پرمختګ ومومي. د دوبۍ د اقتصاد او سيلانۍ ادارې د بهرنيو چارو لوړ پوړي منيجر شهاب شايان وويل، دوبۍ او حتی عربي متحده امارات چيني بازار ډېر مهم بولي، نو د چیني بازار د ګرم‌والي له امله به حتمأ دغه هېواد ته د تلونکو چيني سيلانيانو شمېر تر زياتې اندازې پورې ډېر شي. د چيني اقتصاد بيا سمسورتيا به بېلا بېلو هېوادونو ته ګټې ورسوي او نه يوازې د سيلانۍ په برخه کې د دغو هېوادونو مصرفي اړتياوې زياتولی شي، بلکې د دوی عمومي اقتصادي پرمختګ پرمخ وړلی شي.

د دوبۍ د سيلانيزې اېجنسۍ د بازاري څانګې مسؤل حجاز خان داسې ويلي چې عربي متحده اماراتو ته د لازياتو چيني سيلانيانو له سفرونو سره سره نه يوازې ځايي سيلانيزې چارې پرمختګ موندلی شي، بلکې د رسټورانټونو، هوټلونو او ټرانسپورټ په شمول اړوندې چارې به هم بيا سمورې شي. هغه وويل چې اوس د چين د کارګرو د نړيوالې ورځې رخصتي ده، نو بهرنيو هېوادونو ته د چيني سيلانیانو د سفرونو شوق او زوق هم ډېريږي.

ده ويلي:  په وروستيو کې مو د سلانیزو او سوداګريزو ډلو په شمول د بېلا بېلو ډلو د راتګ هر کلی کوو او زما په اند بهرنيو هېوادونو ته د چینايانو د سفرونو له زياتېدو څخه د چين د اقتصاد خوځنده ځواک او د مصرفي اړتياوو زياتوالی ښکاريږي. د چین د اقتصاد بيا سمسورتيا او نړيوال بازار ته د چيني سيلانيانو بېرته راتګ د عربي متحده اماراتو په شمول د مهمو سيلانیزو هېوادونو د اقتصاد بيا سمسورتيا پرمخبوزي.