جرمنيانو په څو ځايونو کې لاريونونه وکړل
CMG2023/05/02 12:04:26
شريکول:

د مې په لومړۍ نېټه جرمنيانو په څو ځايونو کې د توکو بيو د لوړوالي او د عايداتو د کموالي په اعتراض کې لوی لاريونونه وکړل. د جرمني صدراعظم الاف سچولز پر تصديو غږ کړی چې د کارګرو د کمښت مسئلې د حل وفصل لپاره روزنيز کورسونه ترتيب کړي.

د اوکراين بحران جرمني کې د شيانو پر بيو منفي اغېزه کړې او هلته  د توکو بيې په پر له پسې توګه لوړې شوې او د عامو خلکو ژوند يې له ډېرو فشارونو او ستونزو سره مخ کړی دی. څه باندې ۱۲زرو جرمنيانو په برلين کې لاريون وکړ او له حکومته يې غوښتنه وکړه چې د توکو بيو د ثابت ساتلو لپاره تدبيرونه ونيسي. د دغه هېواد امنیتي ادارې په همدې ورځ د تشدد پېښو د مخنيوي لپاره څه باندې شپږ زره پوليس په مختلفو ځایونو کې ځای پر ځای کړي دي.

د جرمني د احصائيي ادارې شمېرنه ښيي چې تېر کال په دې هېواد کې د پيسو پړسوب انډول په سلو کې ۷ اعشاريه ۹ و، خو لاريون کوونکو خبريالانو ته ويلي چې واقعي شمېر له دې رقم څخه زيات و.

 

(غاټول)