د سوډان د روغتيا وزارت د مې په دويمه نېټه خبر ورکړی دی چې د دې هېواد د شخړو له امله ۵۵۰ تنه وژل شوي او ۴۹۲۶ تنه نور ټپيان دي.
د کډوالو نړيوال سازمان په همدې ورځ هم ويلي چې د اپرېل په ۱۵مه نېټه په هېواد کې د وسله والو شخړو له امله ۳۳۴۰۵۳ کسان بېځایه شوي او د اټکل له مخې ۶۴۲۶۱ تنه نور له دې هېواد څخه ګاونډيو هېوادونو ته تښتېدلي دي.