د پیسو نړیوال صندوق: د چین اقتصادي بیارغونه د اسیا او ارام سمندر سیمې د اقتصاد لپاره ستر خوځنده ځواک برابروي
CMG2023/05/03 10:57:11
شريکول:

د پیسو نړیوال صندوق د مې په دوهمه نېټه د اسیا او ارام سمندر سیمې د اقتصادي پرمختګ په اړه وروستی راپور خپور کړ. راپور وايي چې روان کال به د اسیا او ارام سمندر سیمې د اقتصادي ودې وړاندوینه ۴،۶ سلنې ته لوړه شي چې په ۲۰۲۲م کال کې له ۳،۸ سلنې څخه به لوړه وي. راپور وړاندوینه کوي چې د اسیا او ارام سمندر سیمه به په نړیواله اقتصادي وده کې ۷۰ سلنه ونډه واخلي چې د وروستیو کلونو په پرتله ډېره لوړه ده.

راپور وړاندوینه کوي چې روان کال به د چین اقتصاد ۵،۲ سلنه وده وکړي او په نړیواله اقتصادي وده کې به ۳۴،۹ سلنه ونډه ولري. په راپور کې دې ته اشاره شوې چې د اوسني سخت نړيوال مالي چاپېريال، په زياتو هېوادونو کې د انفلاسيون د لوړوالي او د امريکا او اروپا د بانکي کړکېچونو له امله اقتصادي ودې د کمېدو په حال کې دي، په دې مهال د چين اقتصادي بيارغونې د اسيا او ارام سمندر سيمې د اقتصاد لپاره ستر خوځنده ځواک برابر کړی دی.