د امريکا د زېرمو فيدرالي کمېټې د بانکي سود په هکله کنفرانس تر سره کړ
CMG2023/05/03 10:43:59
شريکول:

د امريکا د بانکوالۍ چارو د پر له پسې زلزلې په درشل کې د دغه هېواد د زېرمو فيدرالي کمېټې د مې د ۲مې نېټې په سهار د بانکي سود په هکله دوه ورځنی کنفرانس تر سره کړ. د شننونکو د اټکل له مخې، ښايي چې دغه کمېټه له ياد کنفرانس وروسته د بانکي سود د صفر اعشاريه ۲۵ سلنې زياتوالی اعلان کړي او په دې سره به فيدرالي سود له ۵سلنې څخه تر ۵اعشاريه ۲۵سلنې ته ورسېږي، چې د نړيوال پولي بحران راهيسې به تر ټولو لوړ وي.

د تېر کال له مارچ راهيسې د امريکا د زېرمو فيدرالي کمېټې د انفلاسيون په مقابل کې په مسلسل ډول نهه ځله بانکي سود زيات کړی دی. خو د امريکا د کارګرو وزارت د تازه شمېرنې له مخې، د روان کال په مارچ کې د پيسو پړسوب انډول ۵سلنې ته ورسېد. د عامه افکارو په اند، اوس د امريکا د زېرمو فيدرالي کمېټې په وړاندې يو تضاد دا دی، چې د بانکي سود پر له پسې زياتوالی به په بانکونو کې د پيسو د بهېدو بحران رامنځته شي، خو د بانکي سود نه زياتوالی به ونه شي کولی په اغېزناکه توګه د انفلاسيون مخه ونيسي.