د مکسيکو ولسمشر: د امريکا حکومت ته به ډيپلوماتيک احتجاج وړاندې کړي
CMG2023/05/03 10:45:06
شريکول:

د مکسيکو ولسمشر انډريس مانويل لوپيز وبراډور په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل، چې د امريکا حکومت د مکسيکو ځينو سازمانونو او څانګو ته مالي مرستې برابروي، خو دغه سازمانونه او څانګې په خلاص لاس او ښکاره د مکسيکو حکومت ضد کړنې تر سره کوي. لوپيز وبراډور وويل، چې هغه به د امريکا حکومت ته ډيپلوماتيک احتجاج وړاندې کړي. ځکه چې د امريکا حکومت له باندې د مکسيکو د حکومت ضد سازمانونو او کړیو سره مالي مرسته کوي، چې دغه اقدامات د مکسيکو پر ملي حاکميت تېری دی او د دغه هېواد په کورنيو چارو کې لاسوهنه ده.