د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند د ازبکستان د نوي اساسي قانون د ټولپوښتنې په اړه د خبريال پوښتنې ته ځواب ورکړ
CMG2023/05/03 11:15:02
شريکول:

په ازبکستان کې د نوي اساسي قانون ټولپوښتنه په برياليتوب تر سره شوه او د رای شمېرنې لومړنۍ نتيجه ښيي، چې د دغه هېواد د اساسي قانون د تعديل لايحه تصويب شوې.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند د مې په ۲مه نېټه د ياد خبر په مناسبت د خبريال پوښتنې ته ځواب ورکړ او دغه هېواد ته يې مبارکي وړاندې کړه او و يې ويل، چې باور لري چې د ازبکستان خلک به د ولسمشر شوکت میرزایویاف تر مشرۍ لاندې د اصلاحاتو او پرمختګ لا لوی برياليتوبونه تر لاسه کړي. چين به له ازبکستان سره د بېلا بېلو برخو همکارۍ پياوړې کړي او د دواړو هېوادونو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره ګډې هڅې وکړي.