د کارګرو په نړيواله ورځ په چين کې د مسافرو د تګ راتګ کچه لوړه وه
CMG2023/05/03 11:25:51
شريکول:

د چين د ټرانسپورټ وزارت د شمېرو له مخې، د کارګرو نړيوالې ورځې د رخصتۍ په لومړيو دريو ورځو کې په دغه هېواد کې د اورګاډيو، موټرونو، بېړيو او الوتکو له لارې د مسافرو تګ راتګ کچه نږدې ۱۶۰ ميليونو تنو ته رسېده، چې د ۲۰۲۲م کال د همدې مودې په پرتله ۱۶۱،۹ سلنه زياتوالی ښيي.

د مې په درېيمه نېټه به د مسافرو د تګ راتګ اندازې لوړه څوکه بيا رامنځته شي، چې د چين ټرانسپورټي څانګو د دغه وضعيت پر وړاندې د شمېرنې له لارې د مسافرو د تګ راتګ ځانګړتياوې او اړتياوې تحليل او د دغو شمېرو سره سم يې د اورګاډيو ترتيبات بشپړ کړي، څو د ګڼ شمېر مسافرو د لېږد رالېږد لپاره زمينه برابره کړي.