انتونيو ګوتريش: افغانستان له ډېر سخت بشري بحران سره مخ دی
CMG2023/05/03 11:16:28
شريکول:

د افغانستان مسئلې په هکله د ملګرو ملتونو په کوربتوب نړيواله غونډه د مې په دويمه نېټه د قطر په پلازمينه دوحه کې پای ته ورسېده. د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوتريش تر غونډې وروسته په يوه خبري ناسته کې ويلي چې افغانستان په اوسنۍ نړۍ کې له تر ټولو سخت بشري ناورين سره مخ دی. ۹۷ سلنه خلک په بېوزلۍ کې ژوند کوي او دوه په درېیمه برخه نفوس يانې شاوخوا ۲۸ میليونه کسان بشري مرستو ته اړتيا لري او شپږ میليونه وګړي د قحطۍ په سبب ځپل کېږي. خو مرستندويه پيسې کمې شوې.

 د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د بېړني پلان د پلي کولو لپاره څلور ميليارډه شپږ سوه میليونه امریکايي ډالرو ته اړتيا ده، خو تر اوسه يوازې ۲۹۴ میليونه ډالره راټول شوي چې دا يوازې د ياد عمومي شمېر په سلو کې شپږ اعشاريه څلور برخه نيولې ده.

 د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونيو ګوتريش سربېره د څه باندې شلو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو او د افغانستان چارو ځانګړو استازو په دې دوه ورځنۍ غونډه کې ګډون کړی و، خو د افغانستان د سرپرست حکومت استازو ته پکې بلنه نه وه ورکړې شوې.