د امریکا په کاليفوتيا ايالت کې د ‌ډزو پېښې له امله ۴ تنه وژل شوي
CMG2023/05/03 14:30:29
شريکول:

د امریکا پوليس د مې په لومړۍ نېټې خبر ورکړ، چې د کاليفونيا ايالت په موجاوي ښار کې د اپرېل د ۳۰مې نېټې په شپه د ‌ډزو پېښه وشوه او له دې امله ۴ تنه ووژل شول.

ځايي‌ پوليسو رسنيو ته ويلي،‌ چې د اپرېل د ۳۰مې نېټې د شپې په ۱۱ بجو او ۲۰ دقيقو د يادې پېښې خبر يې تر لاسه کړی. دوی سمدلاسه د پېښې ځای ته تللي او هلته يې ليدلي چې دوه ښځې او يو نارينه وژل شوي دي. يوه ټپي شوې مېرمن روغتون ته له لېږدول کېدو په جریان کې مړه شوې. تر اوسه پورې پوليسو د دغې پېښې قاتل نه دی پیدا کړی او پر وړاندې یې څېړنې روانې دي.