شي جين پينګ د چين د کرنيزو چارو پوهنتون ځوان محصلينو ته پيغام ولېږه
CMG2023/05/03 15:33:23
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په دې وروستيو کې د چين د کرنيزو چارو پوهنتون د يوه تخنيکي پروګرام برخوالو محصلينو ته ځوابي پيغام ولېږه او دوی ته يې خپله هيله وښودله او د چين د ځوانانو ورځې د رارسېدو په مناسبت يې د دغه هېواد ټولو ځوانانو ته مبارکي وړاندې کړه.

شي جين پينګ په خپل پيغام کې وويل، دا د خوښۍ وړ خبر دی، چې د چين د کرنيزو چارو پوهنتون محصلين د دغه تخنيکي پروګرام له لارې د کليوالو سيمو کروندو او د کليوالو کورونو ته تللي او هلته يې د کرنيزو او کليوالو چارو لپاره خدمتونه کړي او له نژدې يې د کرنيزو چارو او د ځايي کليوالو د ژوند په اړه معلومات تر لاسه کړي. شي جين پينګ دغه محصلين وهڅول، چې د چين د کرنيزو او کليوالو سيمو د عصري کېدو او د سوسياليستيک او عصري هېواد  د هراړخيزې ابادۍ لپاره خدمتونه وکړي.

د چين د کرنيزو چارو پوهنتون په ۲۰۰۹م کال کې د هه بې ولايت د چو جو ولسوالۍ کې د کرنيزو تخنيکونو پروګرام پيل کړی، چې په دې سره يې د کرنيزو چارو د لېسانس درجه لرونکي محصلين کليوالو سيمو ته لېږلي، څو دوی په کرنيزو تمريناتو کې د رښتينو مسئلو د حل لپاره څېړنې وکړي. تر اوسه پورې دغه پوهنتون د چين د ۲۴ ولايتونو او ښارونو په ۹۱ سيمو کې ۱۳۹ ورته پروګرامونه پيل کړي دي.