د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند د مې په ۲مه نېټه په راتلونکو دريو ورځو کې له ميانمار څخه د دولتي شورا غړي او بهرنيو چارو وزير چين ګانګ د ليدنې او په هند کې د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې د ده د ګډون په هکله د خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه وویل.
خبريال پوښتنه کړې، چې چين له ميانمار څخه د بهرنیو چارو وزیر د سفر په هکله څه فکر او غوښتنه کوي؟ وياند وویل، چې له ميانمار څخه د چين ګانګ د سفر هدف د ۲۰۲۰م کال په جنورۍ کې له ميانمار څخه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ليدنې د لاسته راوړنو پلي کول دي، چې د اقتصاد او د خلکو ژوند په شمول ساحو کې به له ميانمار سره واقعي همکارۍ ټينګې کړي او په ميانمار کې د ثبات، د اقتصاد د بيا احيا کېدو، د خلکو ژوند د ښه والي او د دواملرونکي پرمختګ په باب ورڅخه ملاتړ وکړي.
همدارنګه بل خبريال پوښتنه کړې وه، چې چين د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو د بهرنيو چارو وزيرانو د غونډې په هکله څه تمې لري؟
د وزارت وياند ورته ځواب ورکړی، چې د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو د بهرنيو چارو وزيرانو غونډه به د مې له ۴مې نېټې څخه تر ۵مې نېټې پورې د هند د ګوا ايالت په مرکز پاناجي ښار کې تر سره شي. چين ګانګ به د غونډې په ترڅ کې د نړيوالو او سيمه ايزو حالاتو، په بېلا بېلو ساحو کې د شانګهای همکارۍ سازمان په منځ کې د همکاريو په شمول د مسئلو په هکله د نورو هېوادونو له بهرنيو چارو وزيرانو سره د نظريو تبادله وکړي او د روان کال د دغه سازمان د سرمشريزې لپاره به چمتووالی ونيسي.