د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوريش د مې په درېيمه نېټه د کينيا په پلازمېنه نايروبي کې د ملګرو ملتونو د لوړپوړو چارواکو له غونډې وروسته په مطبوعاتي غونډه کې د سوډان له بېلابېلو خواوو څخه وغوښتل چې خبرې او اوربند وکړي.
نوموړي وويل، چې د سوډان وضعيت مخ په خرابېدو دی او ملګري ملتونه له دې امله ډېر اندېښمن دي. نوموړي له بېلابېلو خواوو څخه وغوښتل چې بېرته د خبرو مېز ته راشي او ژر تر ژره دې اوربند وکړي. همدارنګه نوموړي زياته کړه، چې ملګري ملتونه چمتو دي څو له سوډاني ولس سره بشري مرستې وکړي.