راپور: د امريکې استخباراتي ادارې سي ای اې د نورو هېوادونو انترنيټي بريدونه کړي
CMG2023/05/04 16:06:23
شريکول:

د چين د کمپيوټري ويروس پېښو ته د رسېدنې مرکز او ((۳۶۰)) شرکت د مې په څلورمه نېټه يو څېړنیز راپور خپور کړ.

د دغه راپور له مخې، د امريکې مرکزي استخباراتي ادارې يا سي ای اې (CIA) د انټرنيټي شبکې څخه په کار اخيستو پر نورو هېوادونو بريدونه کړي دي.

په دغه راپور کې د چين په ګډون د يو شمېر هېوادونو پر انټرنېټي شبکو د بریدونو د پېښو اړوند جزيات ورکړل شوي، د سي ای اې لخوا د پلان شوو انټرنېټي بريدونو او د رازونو د غلا کولو کړنې تحليل شوې دي.

شننونکي پدې باور دي چې دغه راپور په نړۍ کې د انټرنېټي بريدونو له امله زيانمنو خواوو ته د ځان خوندي ساتلو لپاره وړانديزونه ورکوي.