د کوریا جمهوریت وروستۍ هڅې بې ځایه دي
CMG2023/05/04 15:13:14
شريکول:

د کوریا جمهوریت ولسمشر Yoon Seok-Youl یون سیوک یول څو ورځې مخکې امریکې ته د سفر په وخت کې د چین پر ضد خبرې وکړې. هغه نه یوازې د چین د تایوان مسئلې په هکله ناسمې څرګندونې کړې، بلکې تاریخي واقعیت يې جعلي کړی دی. له امله يې د چینایانو سخت مخالفت راپارولی او د دواړو هېوادونو اړیکې بیا ترینګلې شوې دي.

 یون سیوک یول د تېر کال په مې میاشت کې د کوریا جمهوریت د ولسمشر په توګه لوړه وکړه. هغه له امریکې سره د تعامل رویه غوره کړې او له امله يې د چین او کوریا جمهوریت ترمنځ اړیکې چې مخکې د ثابت پرمختګ په حال کې وې، ترینګلې شوې دي. د چین ضد د یون سیوک یول له تازه څرګندونو څخه ښکاري، چې هغه د واشنګټن لپاره د چین پر خلاف د مبارزې کلکه اراده لري.

ولې یون سیوک یول دغه رویه غوره کړې؟ لامل يې دا دی چې هغه غواړي واشنګټن له کوریا جمهوریت سره سوداګريزې مرستې وکړي. په تېرو څو کلونو کې د کرونا وبا د منفي اغېزې او د واشنګټن لخوا وړاندې شوې له چین سره د اقتصادي اړیکو د پرېکون لایحې له امله، د کوریا جمهوریت ډېرې تصدۍ زیانمنې شوې دي.

چین له لسګونو کلونو راهیسې د کوریا جمهوریت د صادراتو لومړی لوی بازار و. د کوریا جمهوریت د سوداګرۍ ټولنې د شمېرې له مخې، په ۲۰۲۱م کال کې چین ته د دغه هېواد عمومي صادراتي ارزښت ۱۶۳ میلیارډو امریکايي ډالرو ته رسېدلی، دغه شمېر د ۱۹۹۱م کال په نسبت ۱۶۰ چنده زیات شوی.

خو په تېر کال کې دغه حالت بدل شوی. د کوریا جمهوریت د Chosun Ilbo چوسون ایبو ورځپاڼې د تېر کال د جون په ۲۵مې نېټې د یوه راپور په خپرولو سره وویل، پر چین د کوریا جمهوریت په سوداګرۍ کې له درېیو میاشتو راهیسې منفي بېلانس رامنځته شوی. له دې امله چې د چیني تصديو تخنیکي سویې ګړندی پرمختګ موندلی او د کوریا جمهوریت پر توکو د چینایانو د مینوالو احساسات کم شوي، د چین په بازار کې د کوریا جمهوریت د توکو د لیدلو او پلورلو اندازه ډېره کمه شوې ده.

د چین د ګمرکاتو عمومي ادارې د شمېرې له مخې، د سږ کال په لومړۍ ربعه کې چین ته د کوریا جمهوریت صادراتي ارزښت ۳۸ میلیارډه ۲۰۰ میلیونه امریکايي ډالره و او د تېر کال د همدې مودې په نسبت ۲۸ سلنه کم شو. په همدغه موده کې له چین سره د کوریا جمهوریت د سوداګرۍ منفي بېلانس ۷ میلیارډو ۸۴۰ میلیونو امریکايي ډالرو ته رسېدلی او د دغه هېواد د سوداګرۍ په عمومي منفي توازن کې ۳۵ سلنه نیسي. دا له ۳۰ کلونو راهیسې لومړی ځل دی چې کوریا جمهوریت له چین سره په سوداګرۍ کې دومره لوی منفي توازن خپلوي. سربېره پر دې، دغه هېواد له جاپان سره په سوداګرۍ کې تل منفي توازن نیسي، نو اوس د ده نړیواله سوداګري له ډېرو ستونزو سره مخ ده.

 د کوریا جمهوریت اقتصادپوه پاک هان جین څو ورځې مخکې ویلي، چین یو لوی او پراخ بازار لري چې 1.4میلیارډه نفوس ورته لري، بلکې کوریا جمهوریت ته نږدې دی. دا د دغه هېواد لپاره ډېر فعال عوامل دي، خو د کوریا جمهوریت ځينې چارواکي غواړي په لرې واټن کې د چین پر ځای نور بازارونه ولټوي، دا کړنه يې هېڅ ارزښت نه لري.

یون سیوک یول دغه ځل د ۱۲۲ سوداګرو په مشرۍ امریکې ته سفر وکړ او موخه يې له امریکې سره سوداګریز تړونونه لټول وو. خو نتیجه يې څنګه وه؟ واشنګټن نه یوازې ورسره سوداګريز تړونونه نه دي لاسلیک کړي، بلکې د SAMSUNG سمسونګ شرکت د پوهنې ملکیت مسئلې په پار له کوریا جمهوریت څخه ۳۰۳ میلیونه امریکايي ډالره نغدي تاوان غواړي، دا د کوریا جمهوریت د اقتصاد لپاره ډېر زیانمن ګام بلل کېږي.

کوریا جمهوریت غواړي د چین ضد کلکې رویې په ښکارولو سره له امریکا څخه اقتصادي ګټې ولټوي، خو د ده د خپل زړه په خوښه حساب بې ځایه دی.