د پیسو نړيوال صندوق: چين به سږ کال د اسيا او ارام سمندر په زون کې د اقتصادي پياوړتیا مهم ځواک شي
CMG2023/05/04 14:44:54
شريکول:

د پیسو نړيوال صندوق په وروستيو ورځو کې  د اسيا او ارام سمندر په زون کې د اوسنۍ اقتصادي ودې په اړه راپور خپور کړی دی او اټکل یې کړی چې سږ کال د دې سيمې د اقتصادي ودې کچه به ۴.۶ سلنه وي او د ۲۰۲۲م کال له ۳.۸ سلنې به لوړه وي. د چین د اقتصاد سږنی پرمختګ ممکن ۵.۲ سلنې ته ورسېږي او د اسيا او ارام سمندر په سيمه کې به د اقتصادي پياوړتیا يو مهم ځواک شي.

په دې راپور کې دې ته اشاره شوې چې که څه هم د نړۍ اقتصاد له ننګونو سره مخ دی، خو د اسيا او ارام سمندر سيمې اقتصاد لا هم حیاتي ځواک لري چې په عمده توګه د چين د اقتصاد د چټک رغېدو او د هند د انعطاف له امله دی. د راپور د اټکل له مخې چې د اسيا او ارام سمندر په سيمه کې ښايي سږ کال د نړۍ په اقتصادي وده کې ۷۰ سلنه برخه واخلي.

په دغه راپور کې دا هم ويل شوي چې که څه هم د چين اقتصاد له یو څه ناوړه عواملو سره مخامخ دی لکه د نړيوالو اړتياوو کموالی او په ځينو لويو هېوادونو کې د پولي تګلارو سختول، خو د چين  کورنۍ اړتياوې پياوړې ښکاري چې د ودې لپاره نوي ځواکونه برابرولی شي.