انتوني ګوټېرش له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه کړې، چې د افغانستان بشري ناورین ته جدي پام وکړي
CMG2023/05/04 16:02:30
شريکول:

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوتېرش د مې په ۲مه نېټه د قطر په دوحه کې د افغانستان مسئلې په اړه د ملګرو ملتونو له غونډې وروسته وويل، چې د افغانستان يو په درېيم نفوس په روان کال کې بشري مرستې غواړي او له نړيوالې ټولنې څخه يې غوښتنه کړې، چې د دغه هېواد سخت بشري ناورین ته په جدي پاملرنه وکړي.

د افغانستان د چارو په اړه د چين د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي يو شياو يونګ وويل، چې چين د افغانستان مسئلې په هکله د ملګرو ملتونو له وړ رول څخه ملاتړ کوي او په راتلونکې کې به د افغانستان د سرپرست حکومت د ثابتې او سالمې تګلارې او د ترهګرۍ ضد د مبارزو پلویتوب کوي، د دغه هېواد په بيا رغونه کې به ورسره تر وسې پورې مرسته وکړي او د افغانستان مسئلې په هکله به د نړيوالې ټولنې د همغږۍ هڅونه وکړي.

يو شياو يونګ زياته کړه، چې امريکا بايد د افغانستان د مسئلې د لمسون کوونکي په توګه د دغه هېواد د بيا رغونې په چارو کې عمده دنده پر غاړه ولري. نړيواله ټولنه بايد پر امريکا غږ وکړي، چې پر افغانستان يو اړخيز بنديزونه لغوه کړي او د دغه هېواد ۷ميليارډ پانګې ازادې کړي او دغه پيسي بېرته افغانانو ته ورکړي. په همدې وخت کې موږ د ترهګرۍ ضد مسئلې په هکله له دوه ګونې معيارونو سره مخالفت کوو.