د چين استازو د مې پر دوهمه نېټه د سوداګرۍ نړيوال سازمان د سبسیډي او د مخنیوي اقداماتو کمېټې په پسرلنۍ غونډه کې د سوداګريزې سبسيډي په اړه د امريکې تبعيضي تګلارې غندلې او له دغه سازمان څخه يې غوښتي چې د ورته سبسيډي ښه نظارت وکړي.
د چين استازو يادې غونډې ته په خپله وينا کې د امريکې د پولي تورم د کمښت قانوني لايحه کې ټاکل شوې د سبسيډي تګلارې ناسمې او تبعيضي بللې او ويلي يې دي، چې امريکا د قانوني لايحې په بهانې پروټېشنيزم عملي کوي او د ناوړو سياليو له لارې د خپلو تصديو ګټې ساتي.
چيني استازو همدارنګه زياته کړه، چې امريکا په خپله خوښه د ازادۍ سوداګرۍ تړون ته مانا ورکوي، د نړیوالې سوداګرۍ اصول ډېر خرابوي، د معدنياتو په چارو کې پارټ بازي جوړوي او نړيوال صنعتي او اکمالاتي ځنځير يې زيانمنوي، دغه راز د مخ پر ودې هېوادونو د زرغون پرمختګ مخه نيسي او نړیوال زرغون اقتصاد ستونزمنوي.