اوکراين: پر کرملېن ماڼۍ مو بريد نه دی کړی
CMG2023/05/04 14:55:49
شريکول:

 د روسيې د ولسمشرۍ خبري ادارې د مې په درېيمه نېټه خبر ورکړ، چې تېره شپه يې د اوکراين هغه دوه بې پيلوټه الوتکې ويشتلې چې په کرملېن ماڼۍ يې د بريد هڅه کوله.

د اوکراین د ولسمشرۍ دفتر سلاکار پودولياک د روسيې يادې خبرې ردې کړې.

د روسيې د ولسمشر خبري سکرټر پيسکوف وويل، چې ولسمشر پوتين د دې پېښې پر مهال په کرملېن ماڼۍ کې نه و او له دې امله چا ته مرگ ژوبله هم نه ده پېښه شوې. همدارنگه ولسمشر پوتين مسکو ته ورڅېرمه په خپل استوګنځي نوفو اوګاريوفو کې د معمول په څېر خپل کار ته دوام ورکوي.

پيسکوف وويل، روسيه دغه پېښه يو پلان شوی ترهګريز عمل او د ولسمشر د وژلو هڅه بولي او حق لري چې هرځای او هرکله چې يې اړينه وويني، ځوابي ګام غوره کړي.

د اوکراين د ولسمشرۍ دفتر سلاکار پودولياک د مې پر درېيمې نېټې وويل، چې هېواد يې پر کرملېن ماڼۍ برید نه دی کړی او د بريد هدفونه یې يوازې په خپله اوکرايني خاوره کې د روسيې يرغليز پوځي تاسيسات دي.