د چين د ترافيک او ترانسپورټ وزارت شمېرنه ښيي، چې په دغه هېواد کې د کارګرو نړيوالې ورځې په پنځه ورځنۍ رخصتۍ (د اپرېل له ۲۹ مې نېټې څخه د مې تر درېيمې نېټې پورې) د اورګاډو، موټرونو، بېړيو او الوتکو له لارې ۲۷۰ ميليونه او ۱۹۰ زره مسافرين لېږدول شوي او په اوسط ډول هره ورځ ۵۴ میليونه او ۳۸ زره مسافر لېږدول شوي چې د ۲۰۲۲م کال د همدې مودې په پرتله ٪ ۱۶۲.۹ زياتوالی ښيي.