د يمن لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي هانس ګرندبرګ د مې په درېيمه نېټه د يمن د پلازمېنې صنعا په نړیوال هوايي ډګر کې خبري رسنيو ته وويل، چې هغه په صنعا کې د حوثي وسله والو له مشرانو سره مثبت تعامل کړی دی.
نوموړي وويل، چې د مې په لومړۍ نېټې صنعا ته رسېدلی او بيا وروسته يې د حوثي وسله والو له مشرانو سره بشپړ، مفصل او رغنده بحثونه کړي او هغه د يمن د سولې بهير له مثبتو او رغنده پرمختګونو څخه خوشاله دی. نوموړي هيله ښودلې چې د حوثي وسله والو له مشرانو، د يمن حکومت، سعودي او عمان له مشرانو سره نورې خبرې وکړي. نوموړي همدارنګه د يمن د جګړې له ښکېلو خواوو څخه غوښتي چې د جګړې د ژر پای ته رسولو لپاره غوره اقدامات ترسره کړي.