چين د جګړې په سيمو کې د کلتوري میراثونو د خونديتوب غوښتنه وکړه
CMG2023/05/04 14:45:42
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين د دايمي استازي مرستیال ګنګ شوانګ د مې په ۲مه نېټه په وسله والو جګړو کې د کلتوري ميراثونو د ساتنې په اړه د اريا موډل په غونډې کې له نړيوالې ټولنې څخه وغوښتل چې د نړیوال قانون مراعات وکړي او د جګړې په سيمو کې د کلتوري ميراثونو د ساتنې لپاره تدبيرونه ونيسي.

ګنګ شوانګ وويل چې په شخړیزو او کړکېچنو حالاتو کې د کلتوري ميراثونو د ساتنې لپاره نړيوالې ټولنې يو شمېر نړيوال تړونونه جوړ کړي او د امنيت شورا هم ۲۳۴۷م پرېکړه ليک تصويب کړی دی چې بايد په اغېزناکه توګه مراعات او عملي شي.

ګنګ شوانګ زياته کړه چې کلتوري ميراثونه د انسانانو ارزښتناکې شتمنۍ دي چې د ملي روحيې او تمدن دوام دی. چين په وسله والو شخړو کې د کلتوري ميراثونو د ويجاړولو ټول فعاليتونه غندي او له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه کوي چې د دغه ډول کړنو د مخنيوي او مبارزې لپاره په ګډه کار وکړي.