د ايران ولسمشر له سوريې څخه ليدنه وکړه
CMG2023/05/05 15:22:32
شريکول:

د سوريې ولسمشر بشار الاسد د مې په ۳مه نېټه د سوريې په پلازمينه دمشق کې د ايران له ولسمشر ابراهيم رئيسي سره په ليدنې کې خبرې اترې وکړې. دواړو خواوو څرګنده کړه، چې  ایران او سوریه به په بېلابېلو برخو ، په خاص ډول د تېلو او کرنې په اړه همکارۍ پياوړې کړي.

 دا په ۲۰۱۱ کال کې د سوریې له کړکېچ وروسته دغه هېواد ته د ایران د ولسمشر لومړی سفر دی. د سوریې د خبري اژانس د راپور له مخې، په دې سفر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر، دفاع وزیر، د نفت وزیر او نور لوړ پوړي چارواکي له رئيسي سره ملګري دي.

 د راپورونو له مخې، دواړو ولسمشرانو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوږدمهاله هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريو د پلان په اړه خبرې اترې وکړې او د کرنې او تېلو په برخو کې د همکاريو  يادداښت او يو شمېر نور سندونه هم لاسلیک کړل.  ویل کیږي، چې دواړه هېوادونه به د تېلو، کرنې، ملکي هوايي چلند، اورګاډي او مخابراتو په برخو کې خپلې همکارۍ پياوړې کړي.