بېجينګ: نړيواله ټولنه دې د افغانستان له سرپرست حکومت سره تعامل او خبرې پياوړې کړي
CMG2023/05/05 14:59:42
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت ویاند د مې په څلورمه نېټه د دغه وزارت په مطبوعاتي غونډه کې پاکستان ته د چين د بهرنيو چارو وزیر د راتلونکي سفر او د چين، افغانستان او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو د درې اړخيز ډيالوګ په اړه د ژورنالیستانو پوښتنو ته ځوابونه ويلي دي.

ټاکل شوی چې د چين د بهرنيو چارو وزير چين ګانګ به د مې له پنځمې تر شپږمې نېټې پورې له پاکستان څخه رسمي ليدنه وکړي.

د چین د بهرنيو چارو وزارت وياند وويل، دا به پاکستان ته د چين د دولتي شورا د غړي او خارجه وزير چين ګانګ لومړی سفر وي، نوموړی به د دغه سفر پر مهال د پاکستان له دولتي مشرانو سره وګوري او له خپل پاکستاني سيال بلاول بوټو زرداري سره په ګډه د چين او پاکستان د بهرنیو چارو وزيرانو ترمنځ د څلورم ستراتېژيک ډيالوګ مشري به وکړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو او نړيوال او سيمه يیز وضعيت په اړه به مخامخ او ژورې خبرې وکړي.

د چین د بهرنيو چارو وزارت وياند د افغانستان د مسئلې په اړه وويل،  افغانان له تر ټولو ستونزمن حالت څخه وتلي دي، خو له سختو ننګونو سره لاهم مخامخ دي او بهرني ملاتړ او مرستې ته ډېره اړتيا لري. نړیواله ټولنه دې د دغه هېواد له سرپرست حکومت سره تعامل او خبرې پياوړې کړي، له بيارغونې او پرمختګ څخه يې دې ملاتړ وکړي، لارښوونه يې دې وکړي، چې ټولشموله حکومت جوړ کړي، نرم سياست غوره کړي، له ګاونډيو سره دوستانه ګاونډیتوب وساتي او له ترهګرۍ سره ټينګه مبارزه وکړي. د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو  د بهرنیو چارو وزيرانو غونډه او د چين، افغانستان او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو درې اړخیز ډيالوګ د افغانستان مسئلې په اړه د نظريو تبادلې او همکارۍ مهم ډګرونه دي او د سيمې د هېوادونو د اړوندو  ګډو نظرونو د راټولولو لپاره ګټور دي.