چين هيله لري چې د اروپا د امنيت او همکارۍ سازمان د اروپايي سولې او ثبات د ساتلو لپاره مثبت رول ولوبوي
CMG2023/05/05 10:46:17
شريکول:

د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د مې په څلورمه نېټه د اروپا د امنيت او همکارۍ سازمان کاري راپور واوريد. په م. م کې د چين د دايمي استازي مرستیال ګنګ شوانګ د دې راپور تر اورېدو وروسته داسې ویلي چې اوس مهال اروپايي امنيت له لازياتو ننګونو سره مخ دی. چين دې ته تمه دی چې د اروپا د امنيت او همکارۍ سازمان د اروپايي سولې او ثبات د ساتلو لپاره مثبت رول او رغنده رول ولوبوي.

نوموړي زياته کړې چې ياد سازمان د کشالو او شخړو د مخنيوي او حل وفصل په برخه کې غني تجربې لري او بايد له اوسني ميکانيزم څخه په استفادې سره د سوله ييزو خبرو اترو د پرمخبيولو، د جکړې د ښکيلو خواوو د منځګړيتوب او د بېلا بېلو خواوو ګټو ته د پاملرنې لپاره هڅې وکړي. د دې ترڅنګ د غړو هېوادونو له خوا د سړو جګړو له مفکورې څخه لاس اخيستل دې وهڅوي او د خبرو اترو او مشورو له لارې دې متقابل باور ټينګ او کشالې حل کړي تر څو د همکاريو له لارې امنيت او خونديتوب تضمين شي.

(غاټول)