د چين لومړی د سوداګريزو راکټونو د توغولو ډګر د دغه هېواد د جنوب هاي نان ولايت په ون چانګ ښار کې پروت او اوس د جوړېدو په حال کې دی.
په یاد ډګر کې د چين له خوا طرحه او جوړ شوي سيستمونه او تجهيزات استعمالېږی، تخنيکونه يې خپلواک او تر خپل کنټرول لاندې دي. په های نان کې د سوداګريزو راکټونو د توغولو ډګر د جوړونې پروګرام د ۲۰۲۲م کال د جولای په ۶مه نېته پيل شوی او پلان يې دا دی، چې د ۲۰۲۳م کال تر پايه پورې د اساسي تأسيساتو او تجهيزاتو جوړونه یې بشپړه شي. په پام کې ده ، چې راکټ به هره اوونۍ يو ځل توغول کیږي.