د کارګرو نړیوالې ورځې د رخصتۍ په موده کې د سیلانیانو له شوق او ذوق څخه د چین اقتصاد پټې قوې ښکاري
CMG2023/05/05 14:47:25
شريکول:

د مې لومړۍ نېټې د کارګرو نړیوالې ورځې د رخصتۍ په موده کې بهرنیو رسنیو د چین اقتصاد ته ډېره پاملرنه  وکړه او د دوی په راپورونو کې راغلي، چې چینایانو د دغې رخصتۍ په موده کې د سیلانۍ ډېر شوق او ذوق درلود، د اورګاډي یا الوتکې ټکیټونه ټول پلورل شوي،  چیني مشتریانو د مصرف پياوړی توان څرګند کړی او د چین د اقتصاد د احیا سرعت ګړندی شوی دی. دا ټولې هڅوونکې نښې  دي.

د  شمېرو له مخې، سږ کال د کارګرو نړیوالې ورځې رخصتۍ په موده کې د چین په دننه کې د سیلانیانو شمېر ۲۷۴ میلیونو ته رسېدلی او د تېر کال د همدې مودې په نسبت ۷۰ اعشاریه ۸۳ سلنه زیات شوی، کورني سیلانیز عایدات يې ۱۴۸ میلیارډو ۵۶ میلیونو یوانو ته رسېدلي او ۱۲۸ اعشاریه ۹ سلنه زیات شوي  دي. په سیلانیزو ډګرونو کې د هوټلونو د سپارښتنو اندازه د ۲۰۱۹م کال په پرتله ۱۰ چنده زیاته شوې ده.

د سیلانۍ بازار له تودېدو پرته، د رستورانټ په شمول خدمتي چارې هم ډېرې تودې ښکاري. د یو انلاین سوداګریز ډګر شمېرې ښيي، د یادې رخصتۍ په لومړیو درېیو ورځو کې چین کې د ژوند د خدمتي چارو د انلاین مصرف ورځنۍ اندازه د ۲۰۱۹م کال په نسبت ۱۳۳ سلنه زیاته  شوې ده. په ځینو رستورانټونو کې د مشتریانو شمېر زیات وو او د انتظار اندازه يې له زر مېزو څخه زیاته وه. د فلمي ټکیټونو عمومي عایدات له ۱ اعشاریه ۵ میلیارډو یوانو څخه اوښتي  دي.

برسېره پر دې، چین ته د ننوتلو او بهر ته د تللو تګلارو په تنظیمېدو سره د دغې رخصتۍ په موده کې ډېرو چیني سیلانیانو نورو هېوادونو ته سفرونه کړي دي. د سیلانیزو ډګرونو د  شمېرو له مخې، بهرنیو هېوادونو ته د سفرونو سپارښتنې د تېر کال د همدې مودې په نسبت ۱۸ چنده زیاتې شوې ي. د عربي متحده اماراتو د ځايي سیلانیزې ادارې یو مسئول وویل، د چینايي سیلانیانو په بیا راتګ سره زموږ د عربي متحده اماراتو په شمول د زیاتو هېوادونو د اقتصاد احیا هڅول کېږي.

د دغې رخصتۍ په موده کې د خلکو د مصرف تودېدل او زیاتېدل د چین حکومت د اغېزمنو تدبیرونو نتیجه ده. چین سږ کال د خلکو مصرف هڅونې ته لومړیتوب ورکړی او د کورنیو اړتیاوو د پراخولو، د خلکو عایداتو د لوړولو او د مصرفي چاپېریال د ښه کولو په شمول، یو لړ اغېزناک تدبیرونه يې نیولي دي. د چین د سوداګرۍ وزارت سږ کال د خلکو مصرف هڅونکي کال په نوم یادوي، بېلا بېلو وزارتونو او سیمو نږدې ۳۰۰ فعالیتونه تر سره کړي او په دې سره یې د مصرفي بازار د بیا ګرمېدو سرعت ګړندی کړی دی.

د رخصتۍ په موده کې اقتصادي  راکړه ورکړه د چین اقتصاد د څار لپاره مهمه کړکۍ ده. تر دې وروسته، چې د چین اقتصاد د سږ کال په لومړۍ ربعه کې له اټکل څخه زیات پرمختګ موندلی، د مې د لومړۍ نېټې د رخصتۍ په موده کې څو مصرفي شمېرې بیا له اټکل څخه ووتلې، له دې څخه ښکاري، چې د چین مصرفي بازار له داخلي حیاتي ځواک څخه ډک دی او د مصرف په اثر د اقتصادي پرمختګ نور هڅول شوی دی.

د نړیوال وجهي سازمان په تازه راپور کې  راغلي، د نړیوال اقتصاد د پرمختګ لپاره د چین خدمتي اندازه د اسیا او ارام سمندر په سیمه کې لومړی مقام نیولی دی.

چین د باکیفیته پرمختګ بهیر هڅوي او په دې سره د مصرف نوی ټکی په دوامداره توګه رامنځته شوی، مثلاً د نوې انرژۍ کاروونکي موټر، د استوګنې نور ښه شرایط، د ښوونیزو، طبي او کلتوري خدمتونو په شمول نوې اړتیاوې پيدا شوې دي.

شمېرنې ښيي، په چین کې تر ۲۰۲۵م کال پورې به د منځنۍ کچې عایدات لرونکو شمېر ۵۰۰ میلیونو ته ورسېږي، د ځوانانو مصرفي اندازه به تر ۲۰۳۵م کال پورې ۱۶ زرو میلیارډو یوانو ته ورسېږي، چې په دې سره به د نوي ډول مصرفي بازار پرمختګ ډېر وهڅول شي او نړیوال اقتصاد ته به دوامدار حیاتي ځواک برابر شي.