د ملګرو ملتونو د خوراک او کرنې سازمان او د نړۍ د غلو دانو د پلانونو ادارې، د مې په ۳مه نېټه په ګډه په نړۍ کې د غلو د بحران تازه راپور خپور کړ. د دغه راپور له مخې، په ۲۰۲۲م کال کې د نړۍ په ۵۸ هيوادونو او سيمو کې شاوخوا ۲۵۸ ميليونه تنه د سخت غير خونديتوب سره مخامخ دي. دا شمېر د ۲۰۲۱م کال په پرتله ډېر لوړ دی.
د غلو دانو سخت غير خونديتوب معنی دا ده، چې د انسان ژوند او معیشت د خوراکي توکو د ناکفايت له امله له خطر سره مخامخ وي. په یاد راپور کې راغلي، چې په ۲۰۲۲ کال کې د هغو خلکو شمېر چې د غلو دانو له سخت غير خوندیتوب سره مخ دي او بېړنیو خوراکي توکو، غذايي موادو او معیشتي مرستو ته اړتیا لري، د مسلسلو ۴ کالونو راهيسې زیات شوي او د دغه راپور له خپرېدو ۷ کالونو راهیسې تر ټولو لوړې کچې ته رسېږي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټريس د دې راپور په مخکینۍ وینا کې دې ته اشاره کړې، چې د یاد بحران د حل لپاره د سترو خوراکي سیسټمونو جوړول، د خوراکي خوندیتوب لپاره په لویه کچه پانګونې او د ټولو لپاره د تغذیې ښه کولو، په شمول يو لړ بنسټیزو او سیسټمیکو بدلونونو او اصلاحاتو ته اړتیا ده.