چين ګانګ د شانګهای همکارۍ سازمان د خارجه وزيرانو په غونډه کې ګډون وکړ
CMG2023/05/05 18:46:04
شريکول:

د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير چين ګانګ د مې په ۵مه نېټه د هند په ګوا ايالت کې د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د خارجه وزيرانو په غونډه کې ګډون وکړ.

چين ګانګ په دغه غونډه کې وويل، چې شانګهای همکارۍ سازمان په نړيوالو او سيمه ييزو چارو کې مهم او رغنده قوت دی او د نړيوالو حالاتو د بدلون او ګډوډۍ پر وړاندې بايد د شانګهای پر روحيې ټينګار وکړي او د دغه سازمان د غړو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره دې هڅې وکړي.

چين ګانګ په خپله وينا کې ۵ فقره ييز وړانديز بيان کړ.

۱- د دغه سازمان غړي هېوادونه بايد د خپلو ستراتيژيو پر خپلواکۍ ټينګار وکړي او خپلمنځي يووالی او متقابل اعتماد دې پياوړی کړي.

۲- د دغه سازمان غړي هېوادونه بايد د امنيت همکارۍ ژورې کړي او د دغې سيمې سوله دې وساتي. غړي هېوادونه بايد د ترهګرۍ، بېلتون غوښتنې او افراطيت، د نشه يي توکو قاچاق او نړيوالو او منظمو جنايي کړنو ضد کلکې مبارزې ته دوام ورکړي، د افغانستان د پراخ او ټولشموله سياسي چوکاټ  د جوړېدو لپاره دې له دغه هېواد څخه ملاتړ وکړي او له هر ډول ترهګرۍ سره دې ټينګه مبارزه وکړي.

۳- غړي هېوادونه بايد ورخلاصون او ټولشموليت وپالي او ګډ پرمختګ دې پياوړی کړي.

۴- غړي هېوادونه بايد پر برابرۍ او عدالت ټينګار وکړي او نړيوالې ادارې چارې دې بشپړې کړي.

۵- دغه سازمان بايد د اوږدمهالي پرمختګ نظر ولري او د ميکانيزمونو ابادي بايد پياوړې کړي. په دغه سازمان کې د ايران او بلاروس د شاملېدو بهير دې په سالم ډول بشپړ شي.