د چين د بهرنيو چارو وزارت: امريکا بايد په پرانيستې او جامع رويه د چين او افريقا ترمنځ همکاريو ته وګوري
CMG2023/05/05 17:23:03
شريکول:

د امريکا د استازو مجلس د بهرنيو چارو کمېټې د افريقايي چارو کميسيون په دې وروستيو کې د چين په اړه ناوړې څرګندونې وکړې. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د مې په ۵مه نېټه د دغه وزارت په نوبتي خبري ناسته کې د يادو څرګندونو په اړه وويل، چې چين له اوږدې مودې راهيسې د شفافيت او ورخلاصون پر اصولو ټينګار کړی او د افريقايي خواوو د اړتياوو له مخې یې دوه اړخيزې همکارۍ کړي او دغو همکاريو د افريقايي وچې زياتو خلکو ته ګټې رسولي دي.

ماو نينګ پر دې ټينګار وکړ، چې افريقايان د نورو خواوو په پرتله د چين او افريقا ترمنځ د همکاريو په اړه د وينا حق لري. امريکا بايد د چين او افريقا ترمنځ د همکاريو په اړه د حسد پر ځای پرانيستې او جامع رويه غوره کړي.