د روسیې د ولسمشر ویاند ډميټري پيسکوف د مې په ۴مې نېټې خبري رسنيو ته وويل، چې امريکا پر کريملين ماڼۍ د بې پيلوټه الوتکې د بريد تر شا لاس درلود او اوکراين د امريکا د هدايت له مخې عمل کړی.
پيسکوف وويل، چې پر کريملين ماڼۍ د بريد پرېکړه د اوکراين له خوا نه، بلکې د امريکا لخوا شوې اوکراين حتې د بريد هدف او لارې د امريکا حکم واوري.
نوموړي زياته کړه، دا مزخرفه خبره ده، چې وایي اوکراين او امريکا په ياده پېښه کې د لاس لرل رد کړل. د ده په وینا، چې د روسیې استخباراتو او نورو اړوندو څانګو په دې اړه جدي پلټنې پیل کړي دي.
د امريکا د سپينې ماڼۍ ویاندې کاريني جين پيري د مې په ۳مې نېټې يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل، چې د روسیې په قول اوکراين پر کريملين ماڼۍ د بې پيلوټه الوتکې بريد وکړ او غوښتل یې، چې ولاډيمير پوټين ووژني، تر اوسه پورې معلومه نه ده ، چې آيا روسیه پر اوکراين تور لګوي او که نه.