چين ګانګ د هند د بهرنیو چارو له وزیر جیشنکر سره وکتل
CMG2023/05/05 11:16:03
شريکول:

د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير چين ګانګ د ۲۰۲۳م کال د مې په ۴مه نېټه د هند په ګوا کې د شانګهای د همکارۍ سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو د غونډې په څنډه کې د هند له خارجه وزير جيشنکر سره ليدنه وکړه.

چين ګانګ په دې ليدنه کې  څرګنده کړه، چې د چين او هند په پوله کې اوسنۍ وضعه په عمومي توګه باثابته ده. دواړه خواوې بايد د دواړو هېوادونو د مشرانو تر منځ د شوې مهمې اجماع پلي کولو ته دوام ورکړي، شته لاسته راوړنې پياوړې ، اړوند تړونونه په کلکه رعايت  او د سرحدي وضعيت د لا سړېدو او نرمښت هڅونه وکړي او په سرحدي سيمه کې دايمي سوله او ارامي وساتي.

جیشنکر د هند او چین د اړیکو په اړه د هند نظرونه معرفي کړل او و یې ویل، چې هند او چین په ډېرو برخو کې همکارۍ ته اړتیا لري. هند غواړي د سرحدي سيمې د سولې او ثبات د ساتنې لپاره له چين سره سلا مشورو ته دوام ورکړي. (ژباړه: شکريه)