چين ګانګ د روسيې د بهرنيو چارو له وزير لاوروف سره وکتل
CMG2023/05/05 10:58:52
شريکول:

د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د ۲۰۲۳م کال د مې په ۴مه نېټه د هند په ګوا ښار کې د شانګهای د همکارۍ سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو د غونډې په څنډه کې د روسيې د بهرنیو چارو له وزير سيرګي لاوروف سره وکتل.

دواړو خواوو موافقه وکړه، چې په راتلونکي پړاو کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د لوړې او بېلا بېلو کچو تبادلې ترتيب ، اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ پياوړې ، خپلمنځي کلتوري تبادلې ژورې او د انساني تګ راتګ اسانتياوې پياوړې کړي.

دغه راز دواړو  لورو هوکړه وکړه، چې د شانګهای د همکارۍ سازمان له غړو هېوادونو سره اړيکې او همغږي پياوړې کړي، د دې سازمان يووالی او همکاري وساتي او دغه سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ د متقابلو ګټورو همکاريو په پلاتفورم بدل کړي.

همداراز دواړو خواوو دا موافقه هم وکړه، چې د BRICS، G20 او ملګرو ملتونو په چوکاټونو کې همغږي او همکاري پياوړې کړي، له هر ډول تسلط سره مخالفت وکړي، د نويو رامنځته شويو بازاري هېوادونو او پرمختيايي هېوادونو ګډې ګټې خوندي او د نړيوال عدالت ساتنه وکړي.

په دې کتنه کې دا هوکړه هم وشوه، چې د اسيا او ارام سمندر په سيمه کې د اړيکو او همغږۍ پياوړتيا وکړي، له " نوې سړې جګړې" سره مخالفت وکړي او سيمه ييزه سوله او ثبات وساتي.

دغه راز دواړو خواوو د اوکراین کړکیچ په اړه هم د نظريو تبادلې  وکړې. چين ګانګ وويل، چين به سوله ييزو خبرو اترو ته دوام ورکړي او له روسيې سره د اړيکو او همغږۍ ساتنه به وکړي، څو د کړکېچ په سياسي حل کې واقعي مرسته برابره کړي. لاوروف وويل، روسيه د اوکراين کړکېچ د سياسي حل په اړه د چين لخوا خپور شوي سند ته اهميت ورکوي، د چين له اصولي دريځ سره موافق دی او غواړي له چين سره نژدې اړيکې وساتي. (ژباړه: شکريه)