په ګوانګ جو ښار کې د چين د صادراتو او وارداتو ۱۳۳م معاملوي نندارتون د مې په پنځمه نېټه پای ته رسېږي. د روانې مياشتې تر څلورمې نېټې پورې د دې نندارتون د کتوونکو شمېر ۲۸ مليونه ۳۷۰ زره تنو ته رسېدلی دی او د ځای پر ځای شويو غرفو او د ګډون کوونکو تصديو شمېر په تاريخ کې نوی ريکارډ جوړ کړی دی.
د یادونې ده، چې په دې نندارتون کې د ډېرو سوداګرو ګډون د دې نندارتون د جذابيت ښکارندويي کوي.