اسرائيلي پوځ د اردن سیند په لويديځه غاړه کې څلور تنه فلسطينيان وژلي دي
CMG2023/05/05 10:45:01
شريکول:

د فلسطين د روغتيا وزارت د مې په څلورمه نېټه په يوې اعلاميې کې  وویل، چې اسرائيلي پوځ د اردن سيند په لويديځه غاړه کې په دوو پېښو کې څلور تنه فلسطينيان وژلي دي.

عيني شاهدانو ويلي، چې اسرائيلي پوځ په همدې ورځ د نابلوس په زړې ښاري سيمې کې يو کور کلابند او د توپ ډزې یې ور باندې وکړې . د فلسطين روغتيا وزارت په دې اعلاميه کې ويلي، چې په دې کور کې درې تنه وژل شوي دي.

سربېره پردې دغه وزارت هم په اعلاميه کې ويلي، چې يوه فلسطيني نجلۍ په همدې ورځ د نابلوس په جنوب کې د اسرائيلي پوځ له خوا وژل شوې ده. د ځايي خبري رسنيو د خبر له مخې دغه نجلۍ په چاقو سره پر يوه اسرائيلي سرتېري بريد کړی، خو اسرائيلي پوځ ور باندې ډزې کړې چې له امله يې هغه ټپي  او د سخت ټپي حالت له امله په روغتون کې مړه  شوې ده.